په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو سرپل ولایت کې یوه مېرمن او د هغې خاوند په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د وري ۳۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پېښه پرون جمعه د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د اوزن سقال په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په یاد کلي کې یوه مېرمن او د هغې خاوند په ناتار ډزو وژلي خو تر اوسه د هغوی د وژل کېدو انګېزه نه ده معلومه.
ویل کېږي له دغې ښځې او خاوند څخه څلور ماشومان هم پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو د همدې وري میاشتې په لومړیو کې هم د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یوه مېرمن له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې وه.
بل خوا ۲۰۹ شاهین قول اردو د فاریاب ولایت په قیصار او دولت آباد ولسوالیو کې د جګړې پر مهال ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، له جګړې وروسته طالبانو د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه ولسي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور په قیصار ولسوالۍ کې وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ