کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۷ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلورو په تور ۱۳ تنه نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نشه يي توکو دغه قاچاق کوونکي، په کابل، لوګر، خوست، هرات، فراه، نیمروز او فاریاب ولایتونو کې نیول شوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۳ قاچاق کوونکو تر څنګ له هغوی ۱۲۵ کیلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي، چې ۱۱۰ کیلوګرامه یې یوازې چرس دي.
دغه راز کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې افغان پولیسو کاپیسا ولایت کې ۸ کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
وزارت وايي، دغه ماینونه وسله والو طالبانو د نظامي او ملکي افرادو موخې ګرځولو په هدف د کاپسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د چوکان باز سیمه کې ځای پء ځای کړي و، چې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړای شول.
جمهورخبري آژانس:کابل