کورنیو چارو وزارت هرات ولایت کې د انسان تښتوونکو له یوې ډلې د پنځو تنو ډاکترانو د خلاصون او یوه انسان تښتوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د غوايي ۲۷ مه د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتران زوال ولسوالۍ ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره تللي و، او که یې چې غوښتل بېرته هرات ښار ته ولاړ شي، د ادرسکن ولسوالۍ په ماین زدګي سیمه کې یې انسان تښتوونکو موټر درولی او له ځان سره یې بېولي.
سرچینه زیاتوي، چې له پېښې سره سم د ادرسکن پولیس سیمې ته رسېدلي او په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یې تښتول شوي ډاکتران له سړي تښتوونکو روغ رمټ ژغورلې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د عملیاتو پر مهال یو سړي تښتونکي وژل شوی هم دی خو څلور نور له سیمې په تېښته بریالي شوي، چې د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل