د ټاکنو خپلواک کمېسیون سر له نن ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د غښتلتیا په موخه نوی پړاو پیل کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون وايي، دغه بهیر به هم د تېرو ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په شان تر سره شي.
کمېسیون وايي، دا بهیر د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې تر سره کېږي چې نن د غبرګولي له ۱۸ مې به پیل او د چنګاښ تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
په دې بهیر کې به هغه کسان شامل وي، چې نوي هېواد ته راستانه شوي وي او یا هم تر ټاکنو پورې د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کړي.
دغه راز په دې بهیر کې هغه کسان هم شامل دي، چې وړاندې یې نوم د رایه ورکوونکو په نوملړ کې سم نه وي درج شوی، یا هم له یوې حوزې وبلې ته لېږدېدلي وي او یا هم د قانون په حکم له کوم مدني حق څخه نه وي پاتې شوي.
د کمېسیون د چارواکو په وینا د بیا نوم لیکنې لپاره د ټول هېواد په کچه ۴۵۸ مرکزونه په پام کې نیول شوي، چې ۲۴۷ به یې یوازې په غړي کې پرانستې وي، ځکه په دغه ولایت کې د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه ونه شوه.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حسیب ننګ وايي، د تېرو پارلماني ټاکنو د رایه ورکوونکو نوملړ له کمېسیون سره خوندي دی او هغه کسانو چې په ټاکنو کې ګډون د شرایطو وړ دي.
د ده په خبره دا هغه کسانو ته چې په تېرو ټاکنو کې له نوم لیکنې پاتې شوي و یو چانس دی چې برابر شوی او دوی وکولی شي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حسیب ننګ چې بل پړاو نشته او هغه کسان چې نوم لیکنه یې نه ده کړې باید نوم لیکنه وکړي که نه وروسته به بیا د شرایطو وړ ونه بلل شي.
باید و ویل شي، چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ۹.۵ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې وه او په دې نوي بهیر سره به دغه شمېره نوره هم زیاته شي.
د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې یا میزان میاشتې به شپږمه تر سره کېږي، چې د اوسنی ولسمشر غني په ګډون ۱۸ تنو ورته ځانونه نومولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل