د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغانان له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هره ورځ تر ۵۰ تنو پورې قرباني ورکوي او په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۸ مه د روسیې په اوفا ښار کې د روسیې، چین، هند، افغانستان، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو په ګډه غونډه کې وکړه.
په دې ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا، د سولې لپاره د سیمه ییز ائتلاف په ایجاد او د شپږو هېوادونو د ملي امنیت شورا مرستیالانو د غونډې په ترسره کېدو بحث او نظریات تبادله شول.
محب پر خپلو سیمه ییزه سیالانو غږ وکړ، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې د افغانستان په څېر دوی هم دغه مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلي محب زیاته کړه، چې نشه يي توکي د ترهګرو د عوایدو اصلي منبع ده، چې هر کال ورته میلیارډونه ډالر پیدا کوي.
دغه راز هغه و ویل، چې د مالي جرایمو برخه کې د تورو پیسو د سپینولو، د حوالو د غیر راجسټر شويو سیسټمونو څخه د پیسو تر لاسه کولو او له نظارت پرته د خیرات په نوم په سیمه کي د ترورستانو لپاره د مالي بسپني ټولولو پر ضد کلکه مبارزه حتمي ده.
محب په سرحدي همکاریو هم ټینګار وکړ اویې ویل، پر پوله د ترهګریزو خطرونو سره د مقابلې لپاره په همزمانه توګه د معلوماتو شریکول، سرحدي ځواکونه په لازمه ټکنالوژۍ باندي سمبالول او زموږ د سیمي د سرحدونو د نظم لپاره ګډي همکارۍ حیاتي دي.
د یادونې ده، چې تر دې غونډې وروسته محب د تاجکستان، بلاروسيې د ملي امنیت له سلاکار محمدالله وطن زاده او زاس سټېنسلف سره د امنیتي، فرهنګي او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې بحث او نظریات تبادله کړل.
له ښاغلي وطن زاده سره لیدنه کې ښاغلي محب و ویل، چې د سولې ټینګښت او سیمه ییزو همکاریو تقویت لپاره یو ائتلاف ته اړتیا ده او تاجکستان کولای شي په دې برخه کې ښه نقش ولوبوي.
د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار وطن زاده وویل، د ترهګرو غوره کړې لار د اسلام لار نه ده او زیاته یې کړه، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
جمهورخبري آژانس:کابل