۰
نیویارک ټایمز:

د ټرمپ سلاکاران هڅه کوي افغانستان کې د CIA حضور پراخ کړي

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، د ټرمپ یو شمېر سلاکاران په افغانستان کې د CIA پراخ حضور غواړي.
د ټرمپ سلاکاران هڅه کوي افغانستان کې د CIA حضور پراخ کړي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، د ټرمپ یو شمېر سلاکاران په افغانستان کې د CIA پراخ حضور غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مقالې لیکوال زیاته کړې، دغه سلاکاران هڅه کوي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او سولې تړون وروسته افغانستان کې د سي ای اې حضور پراخ کړي.

د لیکوال په باور همدې مسالې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د سلاکارانو تر منځ اختلاف رامنځ ته کړی، چې ښايي د سولې خبرې هم اغېزمنې کړي.

سرچینه وایي، که که سي ای اې په افغانستان کې د خپل حضور پراختیا ته تیاره شي نو تر خپل ملاتړ لاندې ځواکونه به په افغانستان کې نور هم پیاوړي کړي او د ترهګرو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې به یې جګړې ته تیار کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلو څرګندونو کې ویلي، غواړی له افغانستانه ځواکونه وباسي، خو په وینا یې یوه قوي استخباراتي ډله به هلته پاتې وي، چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه وڅاري او مخینوی یې وکړي.

خو طالبان بیا له امریکایي لوري سره د سولې په خبرو کې ټینګار کوي، چې له افغانستانه باید ټول بهرني ځواکونه ووځي او په وینا یې تر چې یو بهرنی په افغانستان کې باتې وي، پر وړاندې به یې جګړه دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي