د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د سولې خبرې بیا ورسره پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې او د امریکا له ولسمشر ټرمپ نه یې وغوښتل، چې د امریکايي او طالب لوري تر منځ د افغان سولې خبرې بیا کړي.
ستانکزي دا هم ویلي، چې طالبان د امریکا له لوري ورسره شوي وروستي هوکړه لیک ته لا هم ژمن دي.
هغه ټینګار کړي، چې د دغه هوکړه لیک تر لاسلیکېدو وروسته به طالبان له امریکایي لوري سره اوربند هم وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر د مرکچي پلاوی مشر دغه غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې ټرمپ څو ورځې وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.
ټرمپ له هغه وروسته د افغان سولې روان بهیر لغوه اعلان کړي، چې کابل کې د طالبانو په موټر بم برید کې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه و وژل شول.
د امریکا ولسمشر هغه مهال ویلي و، طالبانو فکر کولو چې په ورته بریدونو په د سولې پروسه کې امتیازات تر لاسه کړي، خو ټول څه یې خراب کړل.
تر دې وروسته یې په یوه بل ټوېټ کې و ویل، چې له طالبانو سره خبرې مړې شوې او پوځي فشارونه به نور هم پرې زیات او داسې بریدونه به پرې وکړي، چې ساری یې نه وي لیدلی.
ټرمپ د افغان سولې او طالبانو په اړه په وروستي ټوېټ کې ویلي و، طالبانو تېرتونه وکړه او اوس یې په بېرته رغولو نه پوهېږي، چې څنګه یې جوړه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل