سیمه ییز چارواکي وایي، لوګر ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ دهنو کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د ځايي خلکو او چارواکو په وینا په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
د محمد آغې ولسوال نور محمد عبیدي د پېښې پړه پر طالبانو اچولې وایي، مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې او پر یوه کور لګېدلې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د لوګر امنیه قوماندانۍ ویلي، تر اوسه روښانه نه ده، چې هاوان د کوم لوري توغول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:لوګر