کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه نیول شوی مهم ډلمشر محمد صادق نومېږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي د پولیسو ځانګړو ځواکونو محمد صاداق او دغه دوه همکاران د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، محمد صادق چې د حقاني شبکې یو مهم ډلمشر وو د کابل په ګڼو ترهګرویزو پېشو او ځانمرګو بریدونو په طرحه او لارښوونه کې یې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل