پلازمېنه کابل کې د دوه تنو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته یو تن پر دې بل د تومانچې ډزې کړې او وژلی یې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د لړم ۷ مه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې مخابراتو وزارت ته څېرمه رامنځ ته شوې.
عیني شاهدان وايي، یو تن وسله وال برید ګر په ډزو دوه تنه و وژل خو د کورنیو چارو وزارت وایي، په پېښه کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دې د خبر پخلي تر څنګ وايي، دغه پېښه تر لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او د پېښې د څرنګوالي په اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل