ترکي چارواکي وایي، د داعش د وژل شوي مخکني مشر ابوبکر البغدادي خور یې د سوریې په شمال کې نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکي چارواکو ویلي رسمیه عواد، چې د بغداي خور او ۶۵ کلنه ده پرون دوشنبې د اعزاز ښار ته څېرمه د عملیاتو پر مهال نیولې ده.
دغه ترکي چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی زیاته کړې، چې د بغدادي له خور سره د هغې خاوند او پنځه اولادونه هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټونو لاندې دي.
ترکي چارواکي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو د بغدادي د خور نیول د معلوماتو د یوه طلایي کان له موندلو سره تشبه کړی دی.
د یادونې ده، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د تېرې شنبې اکتوبر په ۲۶ مه د ځانګړو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د سوریې په شمال ادلب ښار کې و وژل شو.
د هغه د وژل کېدو رسمي اعلان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکړ او دفاع وزیر یې وروسته و ویل، دوی غوښتل بغدادي ژوندی ونیسي، خو هغه ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړه او ښايي ځانمرګی برید یې کړی وي.
جمهورخبري آژانس:کابل