د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم وايي، تقلبي رایې په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي او د درغلیو په اړه به بې تفاوته پاتې نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټیم په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دوی پرون سه شنبې ماښام ناوخته د هېواد د سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو په حضور کې په دې اړه غونډه کړې.
په خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه خپره شوې راغلي د ثبات او همپالنې ټیم په دې غونډه کې پرېکړه وکړه، چې تقلبي رایې په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، د ټاکنو کمېسیون باید د رایو د تفصفې په اړه د دغه ټېم لخوا ورسپارل شوو غوښتونو ته رسیدګي وکړي.
د ثبات او همپالنې ټیم په دې ناسته او خبرپاڼه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې که د کمېسیون یا هر ادرس څخه تخلف کېږي دوی به یې پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.
دغه ټیم ویلي، تقلبي رایې چې په څلور ډوله دي، د رایو ډیری برخه جوړوي او په هېڅ صورت د دوی ټیم ته د منلو وړ نه دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عبدالله د ټيم دغه څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل