سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د ودانۍ د ننه چاودنه شوې او پنځو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیز
جمهور خبري آژانس ته وویل، چې دغه چاودنه نن دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه غرمه مهال ۱۱:۳۰ بجې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه د ولسوالۍ په ودانۍ کې د ننه د مخکې له مخکې اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
دی وایي، په چاودنه کې د ولسوال یو ساتونکی وژل شوی او څلور ملکي مامورین ټپیان شوي دي.
د پولیسو د وینا په خبره د چاودنې اصلي موخه ولسوال وو خو هغه د چاودنې پر مهال د پېښې په ځای کې نه و.
اسیز و ویل، ګمان کېږي، چې دا کار د طالبانو په لارښونه شوی و، خو په اړه یې څېړونکي ټیم څېړنې پیل کړې دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:تخار