د افغانستان ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې پر افغان او امریکايي ځواکونو د رامنځ ته شوې پېښې د څېړلو له لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته لېږلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوي مشرۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري کوي او د امریکايي چارواکو سره به په ګډه د پېښې تحقیات کوي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي ځواکونو په یوه قطار باندې د یو کس له خوا چې د ملي اردو لباس یې پر تن و، برید وشو.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په دغه برید کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
پنټاګون د وژل شویو سرتېرو هویت په ډاګه کړی ویلي یې دي، ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتيرز او ۲۸ کلن انتونیو ري رودریګز چې په کمانډو ځواکونو کې یې دنده درلوده، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم تایید کړې، چې په دغه برید کې یو افغان سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه پورې د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو وړاندې تر دې داسې راپورونه و، چې ګڼې د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته دواړو لورو یو پر بل مخامخ ډزې کړې.
خو وروسته چارواکو و ویل، چې افغان او امریکايي ځواکونه شېرزادو ولسوالۍ ته د یوه مهم مشر سره د خبرو لپاره تللی و چې د بېرته راتګ پر مهال یو تن چې د افغان پوځ لباس یې پر تن و، برید پرې کړی او یاده مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې برید کوونکی د وسله والو مخالفینو نفوذي کس و او که کوم افغان پوځي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل