د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي ویلي، دا د پاکستان د صادقانه هلو ځلو نتیجه وه، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شول.
نوموړي زیاته کړې، د پاکستان له هلو ځلو پرته امکان نه و، چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي او امریکا ته دې دا قناعت ورکړل شي، چې خبرې بیا پیل کړي.
قریشي وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ تړون به د پاکستان په موجودیت کې لاسلیک کېږي ځکه په وینا یې له پاکستان پرته دا کار ناممکن و.
دغه راز قریشي دا هم زیاته کړې، چې له دې وروسته به د بین الاافغاني مذاکراتو د پیلولو په اړه هم هلې ځلې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل