د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مخینوي په خاطر د ټولو تعلیمي او تحصلي بنسټونو د تړل کېدو اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د دغه هېواد حکومت ویلي، له دې امله چې د کرونا ویروس د پراختیا مخینوی شوي وي، نو ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه یې تړلې دي.
د پاکستان حکومت ویلي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ثبت سره هممهاله یې دغه اقدام کړی دی.
په ورته وخت کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان او ایران سره د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره به ټولې ځمکنۍ لارې له راتلونکې دوشنبې ( مارچ ۱۶ ) وتړي.
دا پریکړه د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په ډاګه شوه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې له افغانستان او ایران سره دې ټولې لارې په بشپړه توګه وتړل شي.
په دغه پریکړه کې ویل شوي چې دا لارې به د راتلونکې دوشنبې ( مارچ ۱۶ ) په ورځ د ۱۴ ورځو لپاره تړل کیږي.
دې شورا دغه راز پریکړه کړې چې په ټول پاکستان کې به ټول ښوونیز بنسټونه د راتلونکې اپریل میاشتې تر پنځمې نېټې تړلي وي.
د پاکستان پوهنې وزیر شفقت محمود ویلي د دې پریکړې له مخې ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه او ښوونځي، ټول مسلکي انېسټیټونه او ټولې دیني مدرسې تړل کیږي.
د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د پاکستان د مهمې ملي ورځې ( ۲۳ مارچ، د پاکستان ورځ ) په مناسبت کېدونکی پوځي پریډ هم لغوه شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي چې د ځمکنیو لارو د تړلو ترڅنګ د هوا له لارې هم تګ راتګ محدودیږي.
د ده د وینا له مخې نړیوالې هوايي الوتنې به یوازې د کراچۍ، اسلام آباد او لاهور له هوايي ډګرونو کیږي.
پاکستان کې تر اوسه په رسمي توګه د کورونا ویروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل