په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د افغانستان پر سیاسي رهبرانو غږ کړی دی چې خپلې ستونزې حل او یو جوړجاړی دې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نن شنبې د کب ۲۴ مه پر خپل ټویټر باندې په خپاره کړي ویډیویي پیغام کې ویلي، د افغانستان سیاسي رهبران دې د سولې لپاره سره یو موټی شي او له دې فرصته دې پوره ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړې هماغسې چې نړۍ د کورونا وېرس له بحران سره مخ ده، په افغانستان کې هم یو سیاسي بحران روان دی.
نیکولاس کي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې لا هم د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ پر ټاکنو سیاسي ناندرۍ روانې دي.
ولسمشر غني د تېرې دوشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د ولسمشر کېدو لوړه وکړه خو ورسره سم عبدالله هم په اجرائیه ریاست کې د ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه ځان اعلان کړ.
که څه هم کورنیو او بهرنیو سیاسي څېرو هڅه وکړه، چې د دواړو تر منځ راپورته شوې ستونزه حل کړي او د لوړې مراسم یو ځای تر سره شي، خو پایله یې ورنه کړه.
تر دې وروسته ولسمشر غني اجرائیه ریاست لغوه اعلان کړ، خو عبدالله ولسشمر غني ته د پخواني ولسمشر کلمه وکاروله او ویې ویل، چې له دې وروسته د ولسمشر غني احکام او فرمانانو د منلو نه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل