کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې ځانګړو پولیسو د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په کنګ کلي کې یو لړ عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې دغه موټر نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه موټر کې څلور زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي و او طالبانو غوښتل له دغه توکو د سړک د غاړې ماین جوړولو کې وکاروي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل