۰

ولسمشر غني د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۳
ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوواد ظریف سره تلېفوني خبرې کړې او پر ځنیو مسایلو غږېدلي دي.
ولسمشر غني د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې
ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوواد ظریف سره تلېفوني خبرې کړې او پر ځنیو مسایلو غږېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ ویلي، ولسمشر غني نن سه شنبې د وري ۱۹ مه له ښاغلي ظریف سره تلېفوني خبرې کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

جواد ظریف، ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې هیواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې میشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر سیاسي اوضاع هم بحث او خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي