د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ته تقاعد ورکړل شوی او په کور کېنول شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له دې وروسته به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د اړیکو او ستونزو په اړه د میرمن ویلز سلا مشورې له ځانه سره ونه لري.
مایک پمپیو د میرمن ویلز له ۳۱ کلن خدمت مننه کړې او هغې ته یې د پاتې ښه ژوند هیله کړې ده.
مېرمن ویلز چې ۳۱ کاله یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې بېلا بېلې دندې تر سره کړې دي، په دې وروستیو کې د خپل ماموریت زیاته موده د افغانستان او پاکستان په اړه مسایلو کې تېره کړه او څو څو ځله یې کابل او اسلام اباد ته د سولې په رابطه سفرونه وکړل.
جمهورخبري آژانس:کابل