د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اوس کرونا ویروس هر کور او کوڅې ته رسېدلی او ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح نن سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په داسې یوه حال کې د کرونا مبارزه اوس د خلکو په لاس کې ده.
د هغه په وینا که خلک ښه خواړه وخوري، د روغتیا وزارت لارښونو ته پاملرنه وکړي، کېدای شي، چې ټولنه د کرونا له رامنځ ته کېدونکي بشري ناورین څخه وژغورل شي.
د هغه په وینا کرونا ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس ۱۳۲۲ پېښې څېړل شوې، چې ۷۵۹ یې مثبتې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې په تازه ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۶۵۰۹ تنو ته ورسېده.
ښاغلی مجروح دغه راز وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي، چې د مړو شمېر یې ۲۷۰ ته ورسېده او ۲۲ تنه روغ شوي، چې د روغو کسانو شمېر۱۴۵۰ تنو ته ورسېد.
د یادونې ده، چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د کرونا پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې خلکو ته یې په خاطب کې ویلي، چې یا قرنطین او صحي لارښوونې عملي کړي یا ډلیزې مړینې ته چمتوالی ونیسي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض