ولسمشر محمد اشرف غني د درې وزارتونو لپاره سرپرست او نوماند وزیران او دغه راز د افغانستان بانک رییس رسمآ معرفي کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر محمد جواد عثماني د عامې روغتیا، محمود کرزی د ښار جوړونې، حسینه صافۍ د ښځو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړل.
دغه راز د سوداګرۍ مخکنی وزیر اجمل احمدي هم د ولسمشر له خوا د افغانستان بانک د رییس په توګه رسمآ معرفي شو.
په همدې تړاو غونډه کې نوماند وزیرانو او د بانک رییس د خپلو کاري پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې ولسمشر غني د کرونا خپور شوي وایرس ته په اشارې وویل چې راتلونکې میاشتې به د افغانستان لپاره سختې وي نو پکار ده چې د دې وایرس د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي.
ښاغلي غني دغه وزیران پر داسې حال معرفي کوي، چې پرون ولسي جرګې هم له حکومت څخه وغوښتل، چې د نوې کابینې وزیران ژر تر ژره بشپړ او د رایې اخیستنې لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل