د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت تر دا مهاله د طالبانو ۳ زره بندیان خوشي کړي او دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل چې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۰ مه کابل کې مطبوعاتي ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې حکومت دغه بندیان سولې خبرو ته د باور فضا رامنځ ته کولو او سولې ته رسېدو په موخه خوشي شوي دی.
د فیصل په وینا حکومت تر دې مهاله د پروان له توقیف ځایه، څرخي پله او هېواد د نورو زندانونو څخه ۳ زره طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو بیا د حکومت ۲۷۷ زنداینان خوشي کړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د حکومت له خوا د زندانیانو د خلاصون لړۍ به راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري خو له طالبانو یې هم وغوښتل، چې ورسره ټول بندیان خوشي او تاوتریخوالی کم کړي.
د هغه په وینا د سولې به بهیر کې د باور جوړونې او دایمي سولې ته د رسېدو په خاطر طالبانو ته هم بویه چې چټک اقدامات وکړي، تر څو د ولس له غوښتې سره سمه سوله او ثبات رامنځ ته شي.
فیصل وايي، افغان حکومت د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته پوره چمتووالی لري او پر طالبانو یې هم غږ وکړ چې په دې اړه اقدامات وکړي.
که څه هم د سولې د بین الاافغاني خبرو کره نېټه نه ده معلومه، خو ځینې باوري سرچینې وايي، ښايي دغه خبرې د روانې جون میاشتې په نیمايي کې د کابل او دوحې تر منځ د ویډیويي کنفرانس له لارې وشي.
په ورته وخت کې ځینو طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو مشر د سولې د بین الاافغاني خبرو سره موافقه کړې او اوس طالب مشران د دغه خبرو پر اجنډا کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل