د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کروتا تازه پېښو په ثبت سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۲ زره تنو واوښت.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې افغانستان کې کرونا ویروس په چټکۍ مخ په خورېدو دی.
دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۲۸ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۶۸۹ یې مثبتې وې او په دې سره په هېواد کې د کرونا نیولو ناروغانو شمېر ۲۲۱۴۳ ته ورسېده.
له تازه ثبت شویو پېښو څخه تر ټولو دېرې ۳۹۳ کابل، ۹۶ هرات او ۹۵ ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۱ تنه مړه شوي، چې د ټولو مړو شمېر ۳۲۴ او ۴۰۵ تنه روغ شوي، چې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۲۹۷۵ ته ورسېده.
ښاغلي عثماني دا هم و ویل، چې کرونا ویروس ژر ختمېدونکی نه دی، بلکې اوونۍ او میاشتې به وخت ونیسي، نو ځکه اړینه ده، چې خلک روغتیايي سپارښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل