د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر څلور لکه زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) دا ارقام پرون سې شنبې د زمري ۷ مه په خپل راپور کې کړې ده.
په راپور کې ویل شوي، ایران په وروستیو اوونیو کې د افغانانو اخراج خورا زیات کړی دی خو د دغه ډېر شمېر افغانانو د اخراج دقیق علت لا معلوم نه دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د جنورۍ له لومړۍ څلور لکه ۴،۸۶۸ افغانان یا په خپله خوښه ستانه شوي یا په زوره اخراج کړای شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل