سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ ماشومان وژل شوي دي.
د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې دا پېښه پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه ناوخته د سید کرم ولسوالۍ په کارېز سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي، د یوه کور دېواد د ډېر باران د ورېدو له امله نړېدلی او ماشومان ترې لاندې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې د وژل شویو له ډلې پنځه یې نجونې او دوه هلکان دي چې د ټولو عمرونه تر نهه کلنۍ ښکته دي.
د یادونې ده چې په پکتیا کې د وروستیو ورښتونو له امله ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا