په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په کندز ولایت کې د سختو جګړو له امله ۷۵۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې پرون سه شنبې د وږي ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ډېرې کورنۍ د کندز په ښار او د خاناباد او امام صاحب په ولسوالیو کې بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د دې ادارې ویلي، جګړه د حکومتي ځواکونو او د غیر دولتي وسلهوالو ډلو ترمنځ روانه ده.
د دې ادارې په وینا، جګړه اوسمهال د امام صاحب په ولسوالۍ کې ډېره ګرمه ده او له دې کبله ممکنه ده چې نور ډېر خلک بېځایه او بېکوره شي.
د دوی په وینا د وضعیت د کتنې او څارنې ۱۷ ډلې کندز ښار ته تللي او نن د اګسټ په ۲۶مه بهیې د څارونکو ۶ ډلې خاناباد او امام صاحب ته واستول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل