د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او پونتېکورو لیدنه پرون شوې او دواړو لورو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دغه لیدنه کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواو ته د باوراو منلو وړ وي.
دی وايي، د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي شي او مذاکرات به بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل