کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانوپونتیکورو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو ملکي استازي دغه څرګنونې د ولسمشر له دوهم مرستیال سروردانش سره په لیدنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د تاوتریخوالي زیاتوالی او دوام دی.
د ناټو ملکي استازي ټینګار کړی، چې طالبان له امریکا سره په کړې هوکړه کې کړې ژمنې عملي او تاوتریخوالی کم کړي.
سټيفانو پونتیکورو وايي، د دوحې خبرې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې دواړه اړخونه نرمښت وښیي او یو بل په ټوله مانا درک کړي.
هغه د بیان ازادي، د ښځو حقونه، مدني ارزښتونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.
نوموړي هيله څرګنده کړې، چې ټول ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل