د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي سرپرست والي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه سرپرست والي محمد نومېږي او په حاجي لال مشهور دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حاجي لالا پاکستان ته د کابل لپاره د طالبانو د نومول شوي والي جبار آغا له تګ وروسته د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی و، چې ملي امنیت ځواکونو ونیوه.
ملي امنیت دا نه دي ویلي، چې حاجي لالا کله او چېرته نیول شوی خو وايي، نوموړی د پایتخت زون لپاره د طالبانو نظامي مسوول هم وو.
سرچینه زیاتوي، چې حاجي لالا په لومړیو کې د طالبانو د مرکزي کړۍ ارشد غړی او د وردګ، ننګرهار، لوګر، پروان او کابل لپاره نظامي مسوول ټاکل شوی وو.
ملي امنیت وايي، نوموړی به د هدفي او ځنځیري وژنو، ترورو او ناامنیو لپاره د طالبانو د مشرتابه فرمانونه په دغه پنځو ولایتونو کې جنیګالیو ته رسول او د هغوی د فعالیت ارزونه به یې کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل