کابل کې د جاپان سفارت وايي، د دغه هېواد حکومت د بشردوستانه او پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره له افغانستان سره ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د جاپان سفارت نن دوشنبه د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا مرستې د یاد هېواد له لوري په جینوا کنفرانس کې د شوې ژمنې سره سم افغانستان ته ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته به په روان میلادي کال کې افغانستان ته ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې د جینوا کنفرانس د تېر ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې دایر شو چې ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د تازه مرستو ژمنه وکړه.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موتګي توشمیتسو په جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۸۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
باید و ویل شي، چې جاپان له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۶.۹ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل