د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي او د مسکو د جوړېدونکې غوندې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه لیدنه کې د روسیې سفیر د مسکو د کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل.
د روسیې سفیر ویلي، هېود یې تمه لري، چې ژر تر ژره افغان جګړه پای ته ورسېږي او دوی وکولی شي، د سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو رښتینې همکاري اړینه بللې ده.
ښاغلي ویلي، چې افغان حکومت به تر سلا مشورو وروسته خپل نظریات د مسکو کنفرانس په اړه له روسیې سره شریکې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل