د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د ترکیې ناستې لپاره د جمهوریت د لوري طرحه تر اوسه نه ده نهايي شوې خو کار پرې روان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا ویاند فریدون خوځون وايي، پرون هم د طرحې پر توحید کار شوی خو لا نهايي شوې نه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې نن یکشنبې د وري ۲۲ مه به هم د وړاندیز شویو طرحو له منځه د یوې واحدې طرحې پر رامنځ ته کولو کار وشي.
خوځون دا ونه ویل چې د ملي روغې جوړې عالي شورا ته څو طرحې رسېدلې چې دوی اوس یوه ترې جوړوي، خو وړاندې داسې راپورونو و چې کابو تر ۴۰ پورې طرحې د سیاسیونو، احزابو او یو شمېر نورو بنسټونو څخه دغه شورا ته رسېدلي دي.
ولسمشر غني هم د سولې یوه طرحه وړاندې کړې، چې په کې اوربند، تر وخت وړاندې ټاکنې، د سولې دولت او لویه جرګه په کې مهم ټکي دي.
ښاغلي غني هم د دغه طرحې د تشریح پر مهال پر سیاسیونو، ګوندونو، جهادي مشرانو او نورو بنسټونو غږ وکړ، چې په واحدې طرحې او واحد نظر سره د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي.
که نه په وینا یې د طالبانو له همغه ځواب سره به مخ شي، چې ویلي یې و، یا بیعت یا میعت او یا هم تسلیم شي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا پر داسې مهال د طرحې په توحید کار کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پرون کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره یې لیدلي دي.
له خلیلزاد سره د افغان چارواکو د ناستو جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو ویل کېږي خبرې یې د ترکیې پر ناسته راڅرخېدې او خلیلزد د ترکیې ناستې ته د یوې طرحې په وړاندې کولو ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل