امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې امریکايي ځواکونه به پنځه میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له طالبانو سره د امریکا د دوحې په هوکړه کې ټاکل شوې چې ټول بهرني ځواکونه به د روان میلادي کال د مي تر اولې پورې له افغانستان څخه وځي.
طالبانو دا هوکړه د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له امریکايي ادارې سره کړې وه خو د ولسمشر جوبایډن په راتګ سره نوې ادارې په وار وار ویلي، چې پر ټاکلې نېټه د امریکايي ځواکونو وتل ستونزمن کار دی.
تازه امریکايي واشنګټن پوست ورځپانې راپور ورکړی، چې امریکا د مي له اولې پنځه میاشتې نورې هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.
دغه ورځپاڼې ویلي، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې ټول ځواکونه به د روان کال د سپټبمر میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې له افغانستان څخه وباسي.
خو طالبانو په وار وار ویلي، که بهرني ځواکونه له دوی سره د کړې هوکړې سم د مۍ تر اولې افغانستان څخه ونوځي نو دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل