۰

بهرنیو چارو وزارت خلکو ته! هند ته تګ راتګ مکوی، د کرونا خطر ډېر دی

سی شنبه ۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې له ډېر اړین کار پرته هند ته د افغان وګړو تګ راتګ افغانستان کې د کرونا د زیاتوالي سبب کېږي.
بهرنیو چارو وزارت خلکو ته! هند ته تګ راتګ مکوی، د کرونا خطر ډېر دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې له ډېر اړین کار پرته هند ته د افغان وګړو تګ راتګ افغانستان کې د کرونا د زیاتوالي سبب کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویي، هند کې د کرونا درېیمه څپه روانه ده او په دغه هېواد کې یې ناورین رامنځ ته کړی.

سرچینه زیاتوي، همدې موضوع ته په کتو له افغان وګړو غوښتل شوي، چې هند ته له غیر ضروري کار پرته ډډه وکړي.

خبرپاڼه وايي، له بهره هېواد ته راتلونکی هر وګړی باید له ځان سره د کرونا د ټېسټ منفي پایله ولري.

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه د عامې روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې د راتګ له امله د ځينو محدودیتونو د لګولو پر اړتیا خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي