۰

افغان حکومت: پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
افغان حکومت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې د سولې لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي او طالبان دې بامفهومه خبرو ته وهڅوي.
افغان حکومت: پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي
افغان حکومت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې د سولې لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي او طالبان دې بامفهومه خبرو ته وهڅوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، کابل له اسلام آباد تمه لري، چې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی.

دی وايي، پاکستان ټول هغه امکانات او وسایل په لاس کې لري چې پر مټ یې کولی شي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، پاکستان ته په کار ده چې د سیمې د ارامۍ لپاره طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي او دلته د روانې جګړې په ختمولو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود ویلي وو، دوی له طالبانو سره اړیکه لري، خو پر دغه ډله واک نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي