ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي ترکیې ته ولاړ شي او دغه هېواد له چارواکو سره د کابل د هوايي ډګر د راتلونکې امنیت په اړه سلا مشورې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ترکیې د دفاع وزرات یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودل په شرط فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې امریکایي پلاوی به سبا پنشنبې د جون ۲۴ مه ترکیې ته ولاړ شي.
دغه سرچینې د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، د امریکا د دفاع وزارت پلاوی به د ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.
د فرانسې خبري اژانس وایي، د ناټو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ په خبرو کې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو موضوع هم شامله وه.
ترکیې همداشان وړاندیز کړی چې په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي؛ کومې خبرې چې څو ځلې د طالبانو له لورې وځنډول شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل