قطر چې له لکونو راهیسې د وسله والو طالبانو کوربه دی، پر دغه غږی کړی او پر ټينګه یې ځینې غوښتي، چې اوربند وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزات په لومړي ځل په ښکاره له طالبانو غوښتي، چې اوربند وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، دغه غوښتنه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې وکړه.
د قطر د بهرینو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته ویلي، چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ومني.
سرچینه وايي، دا غوښتنه یې د دې په خاطر له طالبانو کړې، تر څو یوې داسې هراړخیزې موافقې ته لار هواره کړي چې د افغانستان د خلکو او دولت سوکاله راتلونکې تضمین کړي.
په همدې حال کې راپورونه ترلاسه شوي چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د نوي حکومت د جوړښت په اړه د خبرو لپاره ډېر ژر یو باصلاحیته پلاوی دوحې ته لېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل