د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل پر نړیوال هوايي ډګر شوی خونړی برید په کلکه غندلی او د عاملینو د سزا غوښتنه یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړي، چې د دغه برید عاملین، تنظیموونکي او تمویلوونکي باید عدالت ته راکش او خپله سزا و ویني.
امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې ویلي، هر تروریستي عمل، د هغه انګېزې، وخت، ځای او عاملانو ته له پام پرته جنایت دی او هېڅ توجیه نه لري.
یادې شورا له ټولو غړو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي، څو د تروریستي فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ګواښونو مخنیوی وشي.
باید و ویل شي، د تېرې پنشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر برید وشو، چې له امله یې د مړو شمېر تردۍ دمه ۱۷۰ ته رسېدلی دی.
جمهور خبري آژانس:کابل