د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون شکایت کړی چې طالبانو د یاد کمېسیون دفتر نیولی او له وسایلو یې استفاده کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د یاد کمېسیون په وېب پاڼه په یوه اعلامیه کې چې پرون شنبې د وږي ۲۷ مه خپره شوې راغلې.
اعلامیه کې ویل شوي که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحل شوی نه دی، خو د زمري له ۲۴مې راهیسې د افغانستان د خلکو په وړاندې د خپل مسؤلیت په ادا کولو کې پاتې راغلی دی.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د بشر حقونو فعالانو ته د څارنې اجازه ورکړي او د یاد کمېسیون د کارکوونکو او نورو ټولو بشرپالانو درناوی وکړي.
د طالبانو ادارې لا تر اوسه د بشري حقونو کمېسیون د یادې اعلامیې او د کمېسیون د برخلیک په اړه څه تبصره نهده کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل