د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې هند هم د افغانستان په اړه یوه غونډه راوبولي، ځکه دا هېواد هم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اندېښمن شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د بخر له مخې ویل کېږي دغه غونده به د سیمه ییزو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه وي او کوربتوب به یې هند کوي.
هندي رسنۍ هم وايي، په دې سیمه ییز کنفرانس کې، چې د هند د ملي امنیت شورا ترتیب کړی او د دغه هیواد د ملي امنیت د سلاکار اجیت دوفل په مشرۍ جوړېږي.
د سرچینې په وینا په دې غونډه کې روسیې، چین، ایران، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همداراز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي.
دا کنفرانس راتلونکې میاشت جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې روانه چارشنبه د تلې ۲۷ مه د روسیې په بلنه په مسکو کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل