ځینو بهرنیو رسنیو راپور رکړی، چې کاناډا هم غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او دیپلوماتیک فعالیت پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، کاناډا غواړي د خپل سفارت قونسلي برخه فعاله کړي.
کاناډايي چارواکو ویلي، د سفارت امنیت به د دوی ځانګړي ځواکونه ساتي او ځینې نور هېوادونه هم غواړي له ورته تکنیک په استفادې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.
تر دې وړاندې سعودي عربستان، اندونیزیا، هند او ځينو نورو هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستلو ژمنه کړې وه.
رسنیو دا هم ویلي چې په ډېری هېوادونه غواړي د اروپايي تولنې د یوه ځانګړي دفتر له لارې له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې وپالي.
جمهورخبري آژانس:کابل