راپورونه وايي، ایران کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۱ تنه افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د ایران په یزد ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکي موټر له بل لارۍ موټر سره ټکر وکړ.
د یزد ځايي چارواکو ویلي، په دغه پېښه کې ۶ افغانان وژل شوي، چې یوه په کې ښځه ده او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
جمهورخبري آژانس:کابل