د افغانستان د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت خپلو افرادو ته اعلان وکړ، چې وروسته له دې د خلکو شخصي موبایلونه ونه پلټي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې موبایل یا تلېفون شخصي وسیله ده او د یوه چا د موبایل پلټل د یوه کس د شخصي حریم نقض دی.
په اعلامیه کې طالبانو ته په ټینګار سره سپارښتنه شوې، چې هېڅ څوک حق نه لري، چې د چا تلېفون چک کړي، جېبونه یې تلاشي کړي او یا یې هم شخصي حریم ته ننوځي.
خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ټولنې د اصلاح لپاره اړینه ده، چې لومړی سړی خپل ځان اصلاح کړي او په وینا یې اسلامي امارت د خپلو مجاهدینو اصلاح ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس:کابل