۰

ملګري ملتونه:افغانستان ته مو مرستو جذبولو هڅې چټکې کړې دي

پنجشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۶
ملګري ملتونه وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
ملګري ملتونه:افغانستان ته مو مرستو جذبولو هڅې چټکې کړې دي
ملګري ملتونه وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب لپاره یې هڅې پيل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د لندن او دوحې کنفرانسونو کې هڅه کوي له افغانستان سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې جذب کړي او نړیوال یې هڅولي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

سرچینه زیاتوي، له افغانانو سره د جدي مرستو اړتیا ده او شتمنو هېوادونو ته په کار ده چې له سخاوت کار واخلي.

دوی وايي، ملګري ملتونه دمګړی په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه خدماتو د مخ ته بېولو لپاره له مالي ستونزو سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي او که نړیوال یې لاسنیوی و نه کړي نو بشردوستانه خدمات به یې له خنډ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې ټاکل شوې نن په د انګلستان په کوربتو له افغانستان سره د مرستو په خاطر یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي