په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې یې د ماتې ستر لامل اداري فساد و.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کراکر سیګار ته ویلي، افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل وسله والې ډلې نه بلکې پراخ اداري فساد و.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې اداري فساد خورا سیستماتیک او پراخ و او له منځه وړل یې آسانه خبره نه وه.
کراکر وایي همدې اداري فساد نړیواله ټولنه په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړه.
دی زیاتوي چې د بیا رغونې له کارونو سره اداري فساد نور هم پراخ شو، افغان چارواکي مفسد و، بیا رغنیزې چارې نمایشي او له فساد ډکې وې، چې زرګونه خلک یې د حکومت پر ضد د وسلو اخیستو ته مجبوره کړل.
کراکر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ پخپله امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د میلیارد ډالري اداري فساد لامل او ترسره کوونکي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل