د واشنګټن پولیسو اعلان کړی چې د یوه افغان ژباړونکي قاتل یې نیولی چې په یوه ټکسي شرکت کې یې کار کاوه.
پولیسو د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې د دې وژنې لومړۍ درجې عامل یو پنځلس کلن ځوان دی. د ۲۰۲۳ کال د جولای په دریمه یې د نصرت احمدیار په نوم یو تن چې د ټکسي شرکت چلوونکی و، ډزې وکړې او وواژه.
کله چې ښاغلی احمدیار له یوه مسافره ښکته شو، څو کسانو چې د پولیسو په وینا ښايي د ده د موټر د غلا کولو نیت یې درلود، برید وکړ. د واشنګټن ډي سي د پولیسو یوه چارواکي لیسلي پارسن ویلي، چې دغه کسان وسله وال وو او یو تن یې پر نصرت احمدیار ډزې کړې دي.
د سي سي ټي وي فوٹیج بیاکتنه ښیې چې څلور کسان د ډزو وروسته د پیښې له ځایه تښتیدلي دي.
پولیسو ویلي دي چې د دې انځورونو په مرسته دوی توانیدلي چې د افغانستان د ژباړن د وژلو ۱۵ کلن مشکوک کس وپیژني.
پوليس زياته کړه چې د نورو شکمنو کسانو د پيژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
باید وویل شي، چې ۳۱ کلن نصرت احمدیار په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره امریکا ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په واشنګټن کې د «کیڼ» مسافر وړونکي ټکسي شرکت د چلوونکي په توګه کار کاوه.
امریکايي پولیسو د احمدیار د وژنې د عامل د نیولو لپاره د معلوماتو ورکولو لپاره ۲۵ زره ډالره جایزه ټاکلې وه.
جمهورخبري آژانس