په هلمند ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو استخباراتو په لښکرګاه ښار کې د پخواني حکومت د ملي امنيت رييس له خپلو اوو تنو ملګرو سره نيولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لښکرګاه ښار د امنيت پخوانى مدير اغا لالي په دې وروستيو کې له خپل دوکان څخه نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د اغالالي اووه پخواني ملګري هم نيولي دي.
نوموړي د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته په لښکرګاه ښار کې د خوراکي توکو پلورنځی درلود.
د دغو پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو لامل لا هم معلوم نه دی.
په همدې حال کې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته په سلګونو پخواني عسکر نیولي، بندیان کړي او یا یې په زوره یرغمل کړي دي.
جمهورخبري آژانس