د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې په چاڼیزو عملیاتو کې څلور وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې جبهې ځواکونو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د دسپیچري په سیمه کې د وسله والو طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې په پایله کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې د ملي اردو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس