د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۵-۴ په توپیر ماتې ورکړه.
د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې، چې پرون ماښام ترسره شوه، ټي میلي د اسټرالیا په وړاندې ۴-۱ مخکې و.
د لوبې په دویمه نیمايي کې د استرالیا لوبډلې وکولای شول چې په ښه کارکردګي سره لوبه مساوي کړي؛ خو په وروستیو شلو ثانیو کې افغان لوبغاړو د استرالیا په ګټه ګټونکی ګول وواهه.
دا د تایلنډ په نړیوال څلور اړخیزه سیالیو کې د هېواد د ملي لوبډلې دویمه لوبه وه.
ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له مالیزیا سره مساوي کړه.
دغه سيالۍ د افغانستان، تايلنډ، اسټراليا او ماليزيا د لوبډلو ترمنځ د اسيايي سياليو د چمتووالي په موخه په تايلند کې ترسره شوې.
جمهورخبري آژانس